IQNA

عراقي خوشنویس د نړۍ د تر ټولو لوي لاس لیکلي  قرآن کتابت وکړ  

8:45 - November 01, 2025
د خبر لمبر: 3491949
ایکنا - یو عراقي خوشنویس ۵۴ کلن هنرمند، علي زمان، توانېدلی دی چې د نړۍ د ترټولو لولاس لیکلی قرآن  کتابت وکړي.

د ایکنا نیوز دد الوطن له قوله  راپور راکړی،  د عراق ۵۴ کلن هنرمنند او خطاط علی زمان بریالی شوی دی د نړئ په لاس لیکل شوی ترټولو لوي  قرآن په شپږو کلونو کې د  ترکیې استانبول کې  کتابت کړي    او د عربی خوشنویسۍ په هنر کې ئې  د یوه بې‌نظیره  اثر په توګه ثبت  کړي،او په خپل اندازه کې له ټولو پخوانیو ریکارډونو څخه لوي دی. دغه کار د اسلامي میراث د احیا کولو ته  د دغه عراقي خوشنویس ژمنتیا هم په ښه توګه څرګندوي.

علي زمان په ۱۹۷۱ کال کې د عراق په شمال کې په «رانیه» ښار کې زېږېدلی و. هغه په ځوانۍ کې له اسلامي خوشنویسۍ سره دلچسپي  پیدا کړه. خپل کار ئې د جواهرسازۍ په توګه پیل کړ، خو په ۲۰۱۳ کال کې ئې دا مسلک پرېښود او خپله ټوله پاملرنه  ئې خوشنویسۍ ته وکړه.

خوشنویس عراقی بزرگ‌ترین قرآن دست‌نویس جهان را کتابت کرد

په ۲۰۱۷ کال کې، هغه او د هغه کورنۍ د استانبول په تاریخي «فاتح» سیمې کې مېشت شول، څو د علي زمان استعداد ته غوره چاپېریال برابر شي.

د علي زمان زوی، «رکار زمان»، په دې اړه وویل: «ترکيه د عراق په پرتله  خوشنویسئ او اسلامي هنر ته ډیر اهمیت ورکوي.»

زمان خپله دا ستره پروژه په ۲۰۱۹ کال کې پیل کړه او د سنتي قلم او «ثلث» خط (د اسلامي خوشنویسۍ یو له مهمو سټایلونو څخه) په کارولو سره قرآن د ۴ میتره  اوږدوالی او ۱.۵ میتره پلنّوالي سره قرآن په لاس  ولیک

دغه قرآن د افغانستان د قرآن له هغې نسخې څخه چې ۲.۲۸ متر اوږدوالی او ۱.۵۵ میتره پلَنوالی لري، او په ۲۰۱۲ کال کې بشپړ شوی، لوي دی.

د علي زمان په وینا، «دا کار زما لپاره یوه ستره خوښي ده؛ ځکه چې داسې اثر جوړول چې لږ خلک ئې توان لري یا جرئت کوي، یولړ  ځانګړې احساسات رامنځته کوي.   په دې قرآن کې هر ټکی  زما په  روح او هڅې کې ځاي لري.

دغه پروژه د زمان د شخصي بودیجې په وسیله ترسره شوې او سره له دې چې په ۲۰۲۳ کال کې د هغه روغتیایي ستونزو له امله دا پروژه ځنډېدلې وه، هغه خپل کار ته دوام ورکړ او دا ستر اثر ئې بشپړ کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4313574/

captcha